پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / پر پاکستانيو نجونو چينايان “جنسي تجارت” کوي

پر پاکستانيو نجونو چينايان “جنسي تجارت” کوي

په پاکستان کې يوه ځايي ټلوېزيون خبر ورکړی چې په پاکستان کې د چين بشري قاچاقبرانو داسې مرکزونه پرانيستي چې د پاکستان د غريبو کورنيو ښځې د واده په بهانه چين ته اړوي او بيا يې هلته په جنسي سوداګرو پلوري او يا د بدن غړي ترې پرې کوي.

که څه هم پرون په اسلام‌باد کې د چين سفارت د دې خبر پر وړاندې غبرګون ښوولی او ويلي يې دي چې دا کار د چين په قانون کې خورا په شدت بند دی، مګر له پاکستاني امنيتي ادارو سره يې پر دغو ناقانونه مرکزونو د چاپو اچولو په برخه کې د مرستې قول کړی دی.

په دې هکله د پاکستان په پارلمان کې هم ګڼ بحثونه را پارېدلي دي او بيا بيا ويل شوي چې د دې کاروبار پر ضد به پلټنې کېږي.

که څه هم تر دې وړاندې د پاکستانيو ښځو او چينايي سړيو تر منځ د ودونو په هکله ناسم راپورونه خپاره شوي وو، خو تازه دغه خبر تر هغه وروسته ګرم شو چې په لاهور کې ځايي پوليسو پر دغسې يوه مرکز چاپه ووهله.

په دغه مرکز کې له چينايي سړيو سره پاکستانۍ ښځې ګډې وموندل شوې.

د اې ار وای نيوز ټلوېزيون خبريال چې کله له دغو چينايي سړيو د نکاح‌خطونو په هکله پوښتنه وکړه، له هغوی سره هيڅ هم نه وو او نه يې د پاکستان له قانون سره سم د اسلام د قبلولو اسناد لرل.

له دوی سره په مرکز کې پاکستانيو ښځو ويلي، دوی ته ويل شوي وو چې له چينايي وګړيو سره تر واده وروسته به د دوی کورنيو ته ۳۰۰ امريکايي ډالر لېږل کېږي او د دوی د کورنۍ نارينه‌وو ته به د چين وېزې هم ورکول کېږي.

په دې ناقانونه مرکز کې موجودو چينايانو ويلي، دوی به پاکستانۍ ښځې په دې تېرايستلې چې ګواکې د واده په وسيله به د پاکستان تابعيت تر لاسه کړي او بيا به دوی د اقتصادي شاهراه يا سيپېک په منصوبه کې پانګونه کولای شي.

د پاکستان د پارلمان غړيو ته د دې کشالې په سر د معلوماتو ورکولو په وخت کې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت وياند طارق سردار ويلي، اسلام‌اباد د جعلي ودونو په هکله له بېجنګ سره په اړيکه کې دی او پر ضد به يې قانوني اقدامات کوي.

ځايي رسنيو په ډاګه کړې چې په پاکستان کې ډېری دغه مرکزونه په لاهور او ايبټ‌اباد ښارونو کې دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon