جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / پاکستان کې چاودنې 48 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پاکستان کې چاودنې 48 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز  کوټه ښار کې  د خونړۍ چاودنې په پایله کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کوټې ښار د هزار ګنجي په سیمه کې  د سبزۍ په منډوي کې  درنده چاودنه وشوه چې په پایله کې  یو تن  پاکستاني سرتیري او  ۸ تنو هزاره ورونو  په ګډون  ۱۶ تنو  ژوند  د لاسه ورکړی دی او د ۴ تنو سرتیرو په ګډون  ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي دي چې د هزارو ورونو  استازي  هره ورځ  په ګډه توګه  دې منډوي ته  د سبزۍ  د اخیستو په خاطر  راځي چې پولیس  او پوځیان ورسره د امنیت په خاطر  ملګرتیا کوي.

هغه وویل کله چې دوی  په منډوي کې د سبزۍ په اخیستو پیل وکړ او د الوګانو د دوکان نه يي  موټر ته د الوګانو د بوریو  په بارولو  پیل وکړ درنده  چاودنه وشوه. چاودیدونکي توکي  د الوګانو په بوریو کې  ځای په ځای شوي وو.

پولیسو  مشر ویلي دي چې د چاودنې په اړه  تحقیقات دوام لري. دا لا معلومه نده چې چاودنه  د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول  په واسطه  او که  ساعتي بم پر مټ شوې ده.

د چاودنې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې او روغتیايي  ډلې سیمې ته راورسیدې  او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.

همداشان  ایالتي حکومت د سیمې په روغتونونو کې  فوق العاده حالت اعلان کړی دی.

دادان وزیري

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali