سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / پاکستان وايي هند د افغانستان په اوبو موږ سره جګړه کوي

پاکستان وايي هند د افغانستان په اوبو موږ سره جګړه کوي

د افغانستان بهانده اوبه

 

کله چې افغانستان کې  د اوبو د مدیریت خبره کیږي سمدلاسه ددې هېواد ګاونډیان وارخطا کیږي څو لسیزي د افغانستان خوږې اوبه بې قید او شرطه ګاونډیو هېوادونو ته روانې وې او هغه یې سمسور کړي وه.

د افغانستان د اوبو د مهارولو په هکله ایرو ایشیا خپرونې یو مطلب خپور کړی او ویلي يې دي کچیري د افغانستان ټولې اوبه مهار شي نو دا هېواد به د مخ پر وده هېوادونو قطار ته راکښل شي، دوی پتېلې چې د افغانستان اوبه مهار کولو ته نژدې شوې.

د سیمې ډیری هېوادونه خصتآ هند له افغانستان سره مرسته کوي ترڅو د راتلوونکي حیاتي بسیاینې په موخه خپلې اوبه مهار او د ځمکې په خړوبه ولو او برېښنا په لاس ته راوړلو کې ترې ګټه واخلي.

خو د افغان دولت دې کړنو د پاکستان په ګډون یو شمېر نور ګاونډیان په ډار کې اچولي چې افغانستان په دې اقدام لاس پوري نکړي.

ایرو ایشیا په مطلب کې په ډاګه کړې چې د افغانستان دې چارو پاکستان له ډار سره مخ کړی او دا کړنه د خپل ځان په وړاندې د هند جګړه بولي، ځکه کله چې داسې بندونه جوړیږي چې اوبه يې له پاکستانه راګرځول کیږي دغه هېواد يې دکارونو په وړاندې ستونزې جوړوي.

افغانستان پلان لري ترڅو پر هغه سیندونو لوی بندونه جوړ کړي چې دا مهال يې اوبه پاکستان ته روانې دي او د لته بې ګټې بهیږي دا چاره به مرسته وکړي چې د لته د کرهنې سکتور وده پیدا کړي او ټول کروندګر بډایه شي او هېواد ټولشموله پرمختګ وکړي.

کوم بندونه چې د جوړیدو پلان يې ترسره شوی د هند له لوري جویږي چې کولای شي ۱۴۷ مکعبه متره اوبه ځای کړی او ددې اوبو پر مټ څه باندې ۴۰۰ هکتاره ځمکې اوبه کیږي.

د خپرونې په حواله په ډاګه ویل شوي کچیري افغانستان خپلې اوبه ټولې مهار کړي  په اقتصادي لحاظ کولای شي چې دغه هېواد غني کړي

 

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز