جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / پاکستان منظور پښتين ته سر ټيټ کړ، لومړۍ رسمي ناسته

پاکستان منظور پښتين ته سر ټيټ کړ، لومړۍ رسمي ناسته

هندوکش – پښتونخواه: د پاکستان حکومت اخر هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ته سر ټيټ کړ او نن د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره په لومړي ځل رسمي ناسته وکړه او د دوى غوښتنې يې مخامخ واورېدې.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، په دغه ناسته کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتين، محسن داوړ او نورو ګډون درلود او همدا راز د حکومت د سينيټ کمېټې مشرانو پکې برخه درلوده چې درې ساعته دوام يې وکړ.

منظور پښتين په ياده ناسته کې خپلې غوښتنې تکرار کړې او وې ويل چې ژر تر ژره دې ورک شوي پښتانه بېرته راخوشې کړاى شي او همدا راز د پښتنو له سيمو دې د بارودي سرنګونه ختم کړل شي.

هغه وويل چې په پاکستان کې دې يوه کمېټي جوړه شي چې د ورکوو شوو پښتنو په اړه پلټنې وکړي او ولس ته رښتيا ووايي، چې دا پښتانه ولې او په کومه ګناه امنيتي ادارو له ځان سره وړي دي.

هغه همدا راز د سينيټ کمېټې ته وويل، چې زموږ غوښتنې ښکاره او روښانه دي او موږ ژر تر ژره د دې حل غواړو، موږ نور په خپله سيمه کې جنګ نه غواړو او پښتون ولس ته دې د هغوى قانوني حقونه ورکړل شي.

د سينيټ کمېټې مشر د منظور پښتين ټولې غوښتنې واورېدې او وې ويل چې په دې ناسته کې له ډېرو خبرو خبر شو. هغه همدا راز زياته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د قانوني حقونو لپاره به ژر لاس په کار شي او په دې برخه کې به ځانګړي کسان وګوماري، تر څو د دوى غوښتنې حل کړي.

هغه همدا راز زياته کړه، چې دا يې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره لومړۍ رسمي ناسته ده او ناسته يې ډېره ښه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ميرانشاه غونډه کې منظور پښتين ويلي و چې د پاکستان پوځ د پښتنو پر ضد عمليات کړي و او ترهګر د دوى خپل خلک و. هغه ويلي و چې د پاکستان پوځ او طالبان پلار او زوى دي.

همدا راز علي وزير ويلي و چې تر څو پورې د پښتنو په سيمه پاکستانى پوځ موجود وي، د پښتنو په سيمو کې به سوله رانشي.

سرچینه : خبریال

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali