سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / پاکستان د ډيورنډ نامنل شوې کرښې له پاره بودېجه ځانګړې کړې ده

پاکستان د ډيورنډ نامنل شوې کرښې له پاره بودېجه ځانګړې کړې ده

د پاکستان حکومت په نوي مالي کال کې د ډیورنډ کرښې خوندي کولو له پاره ۴۳.۷ میلیارده پاکستانۍ روپۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.
ټرېبیون په خپل رپوټ کې لیکلي چې دغه پېسې به د ملکي او غېر ملکي ځواکونو په ظرفیت لوړونه لګول کېږي، څو د ترهګرۍ د ګواښونو مخه ونیسي.
د پاکستان راتلونکی مالي کال ۲۰۱۹-۲۰۲۰ دی.
رپوټ وایي، دغو پېسو باندې به له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ مخه ونیول شي.
روان مالي کال دغه بودیجه نږدې ۱۲ میلیارده پاکستانۍ روپۍ ده.
افغانستان ډیورنډ کرښه د دوه هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه پېژني او په دغه کرښه د پاکستان اوسني روان ګامونه یو اړخیز ګڼي.
پاکستان پر کرښه د اغزن تار لګولو کار پېل کړی چې ځینو ځایونو کې د خلکو له مخالفت سره هم مخ شوی دی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews