دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / پاکستان د ناقانونه گوندونو پلويان نيولي

پاکستان د ناقانونه گوندونو پلويان نيولي

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت  د خبرپاڼې له مخې پاکستان  د هغو ٧٢ گوندونو چې د حکومت له خوا پرې بنديزونه لگول شوي يا ناقانونه اعلان شوي گڼ پلويان او تاسيسات يې  د ملي غبرگون ( نيشنل ايکشن) پلان له مخې په حکومتي ولکه کې  اخيستى دي

 په  تاسيساتو کې ١٨٢ مدرسې ،٣٤ ښوونځي او پوهنتونونه، او ٥ روغتونونه ، ١٦٣ کلنيکونه ، ١٨٤ ايمبولانسونه او ٨ دفترونه شتون لري

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت  د خبرپاڼې وايي د جيش محمد د گوند د مشر مولانا مسعود اظهر ورور مفتي عبدالرووف او ځوى حماد اظهرپه گډون ٤٤ کسان نيول شوي  چې د همدغو گوندونو پلويان دي  دکورنيو چارو وارت مرستيال اعظم سلمان ويلي دي  پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت فاونډیشن لا پخوا بنديز لگول شوى وه او دفترونه يې تړل شوي  

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin