پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / پاکستان دوه هندي انجونې تښتولي

پاکستان دوه هندي انجونې تښتولي

د هند او پاکستان د وروستي کړکیچ ترڅنګ د هند حکومت ادعا کړې چې په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ دوه هندي انجونې لومړی تښتول شوي او بیا اسلام دین ته اړول شوي دي په ورته وخت کې د پاکستان حکومت هم د دې ادعا د څېړلو امر کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پرون ویلي، لومړي وزیر عمران خان د سند حکومت ته امر کړی چې د دې پیښې په اړه دې جدي پلټنې وکړي. پاکستاني پولیسو ویلي چې د دغو هندوو نجونو والدینو د خپلو لورانو د ورکېدو شکایت له دوی سره ثبت کړی دی.

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په یو ټویټ کې له خپل عالي کمېشنره غوښتي چې د یادې پېښې او ادعا په اړه راپور ورکړي. خو پاکستان یې په ځواب کې ویلي ښه ده چې په خپل هېواد کې په لږکیو مسلمانانو پام وکړي.

د هند او پاکستان اړیکي تر بل هر وخت په سخت پړاو کې قرار لري د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ جګړې هغه وخت را منځته شوې کله چې پاکستان کې مېشت جیش محمد وسله والې ډلې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په هندي ځواکونو برید وکړ او په پایله کې تر ۴۶ هندي ځواکونه ووژل شول.

بلخوا که څه هم هند د غچ اخیستلو په موخه څه وخت وړاندې په ځوابي برید کې د مخامخ جګړو ترڅنګ د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد وسله والې ډلې  تر ۲۵۰ تنو وسله وال غړي  د جنګي الوتکو په واسطه ووژل خو هند د نورو بریدونو خبر هم ورکړی.

د یادونې وړده چې د پاکستان او هند ترمنځ د ۴۰ ورځو راهیسې سخت کړکیچن حالت روان دی هند او پاکستان پر یو بل هوایې بریدونه هم وکړ خو لاهم دواړه هېوادونه سره په جنګ اخته دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد