سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / پاکستان: اورګاډي کې چاودنې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پاکستان: اورګاډي کې چاودنې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

اورګاډي چاودنه

پاکستان کې په يوه اورګاډي کې چاودنه شوې، چې ويل کېږي ٤ کسان پکې مړه او ٨ ټپيان دي. د ځايي پوليسو په وينا، ټپيان او مړي روغتون ته رسول شوي دي.

ويل کېږي چې له پېنډۍ څخه کوټې ته روان اورګاډي ته په لاره کې بمونه ايښول شوي و، کله چې اورګاډى په ډېره مراد جمالي کې روان و، نو همغه مهال بمونه وچاودېدل، چې ٤ کسان پکې مړه او ٨ پکې ټپيان شول.

ځايي پوليس وايي، چې چاودېدونکي مواد د ډېره جمالي اورګاډي تمځاى سره نږدې ځاى پر ځاى شوي و، چې د ريموټ کنټرول په مرسته هغه مهال ورته چاودنه ورکړل شوه، کله چې له پېنډۍ څخه کوټه ته روان اورګاډى له دغه ځاى څخه تېرېده. ويل کېږي چې چاودنه دومره درنه وه چې د اورګاډي ٧ بکسې يې له خپل مسير څخه واړولې او همدا راز د اورګاډي ٤٠٠ فټه پټلۍ يې هم خرابه کړه.

د اورګاډي په دغه ٧ بکسو کې ١٥ تنه سپاره ول، چې د بکسو د چپه کېدو پر مهال ټپيان شول، چې بيا ځايي روغتون ته يوړل شول، خو په روغتون کې ٤ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ٨ کسان اوس هم تر درملنې لاندې دي.

بلخوا ويل شوي دي چې د اورګاډي د پټلۍ له خرابېدو وروسته په دغه مسير باندې د اورګاډو تګ راتګ بند شوى دى او خلکو اوس د راتګ راتګ لپاره له موټرو څخه ګټه پورته کوي.

د يادې پېښې پړه تراوسه پورې چا نه ده منلې، خو بلوڅ آزادي غوښتونکو بيا ويلي دي، چې دا ډول پېښې پاکستان په خپله کوي او له دې سره غواړي چې د بلوڅو او پښتنو ترمنځ کرکه پېدا کړي. هغوى وايي موږ هېڅ کله پر پښتنو باندې بريدونه نه کوو، ځکه موږ دواړه قومونه د وروڼو غوندې ژوند تېروو او د پاکستان له لاسه دواړه قومونه تباه شوي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه