شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ټرمپ د بوینګ مکس الوتکو ځای پر ځای کېنولو امر کړى

ټرمپ د بوینګ مکس الوتکو ځای پر ځای کېنولو امر کړى

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي دي ، هېواد یې په ایتوپیا کې د بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې له غورځېدو وروسته دغه ډول ټولې الوتکې سملاسي ځای پر ځای کېنوي.
له دې مخکې ګڼ شمېر هېوادونو دغه ډول الوتکو ته د الوت اجازه نه ورکوله، د امریکا هوايي چلند ادارې داسې کوم بندیز نه و لګولی. خو دغې ادارې ویلي، د ایتوپیايي الوتکې غورځېدو له ځایه د تر لاسه شویو نویو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته یې دغه پرېکړه کړې.

بوینګ به اوس د ۳۷۱ الوتکو خورا لویه ټولګه لغو کوي. د امریکا متحده ایالات وروستی هېواد دی چې دغه بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې یې ځای پر ځای کېني.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin