دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ولسمشر غني: زمونږ موخه د ملکي وګړو مرګ ژوبله صفر ته راټیټول دي

ولسمشر غني: زمونږ موخه د ملکي وګړو مرګ ژوبله صفر ته راټیټول دي

په دې وروستیو کې ګډو هوایې ځواکونو د هېواد په ډیری ولایتونو کې په لسګونه ملکیان په شهادت ورسول چې د دې بریدونو په مقابل کې په لسګونو خلکو لاریونونه وکړل او له افغان ولسمشر نه یې د ملکیانو ژوند ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه خو نن ولسمشر غني د دوې د غبرګونونو وروسته وویل زمونږ موخه د ملکي تلفاتو صفر ته راکمول دي.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي ولسمشر غني نن په ارګ کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه جوړې شوې فوق العاده غونډې ته ویلي چې د دوی موخه صفر ته د ملکي تلفاتو راوستل دي غني ملکي تلفاتو  د مخنیوي په موخه جوړې شوې غونډې ته ویلی چې زمونږ ټوله هڅه همدغه ده چې د تلفاتو مخنیوی وکړو او د تلفاتو درجه صفر ته راټیټه کړو.

غني وایې د تلفاتو راکمول غوره طرحو ته اړتیا لري همداراز د معلوماتو له مخې  په دې غونډه کې امنیتي او دفاعي ارګانونو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه خپلې طرحې ولسمشر ته وړاندې کړې خو ولسمشر ورته د لا ښه والي لارښوونه وکړه نوموړي وویل طرحې دې د ارزونې وروسته تطبیق شي.

اونۍ وړاندې په افغانستان کې د ملکیانو د وژلو وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خواشینې ښودلې وه  کرزي د هېواد په ډیری ولایتونو کې په ملکیانو بریدونه ظالمانه عمل وبله او د امریکا له متحده ایالاتو یې غوښتنه کړې وه چې د افغانانو د کلیو او کورونو د بمبارۍ پرځای دې د خبرو او تفاهم له لارې سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په افغانستان کې د ملکیانو د وژلو وروسته محمد حنیف اتمر هم خواشینې ښودلې وه د په یوې خبر پاڼه کې ویلي و:ولس د ملکي وګړو پر وژنه او پرته له دقیقو معلوماتو د نظامي عملیاتو د ترسره کولو له امله ناراضه شوی دی دوی وایې چې دا ډول حالت د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکي خرابوي، لېرې واټن رامنځته کوي او همداراز د بې باورۍ فضا پراخوي.

حنیف اتمر وړاندې ویلي و چې موږ د ترهګرو خلاف د افغان ځواکونو ميړانې او سرښيندنې ستايو، خو له حکومته او په افغانستان کې له میشتو ټولو بهرنیو ځواکونو څخه غوښتنه کوو، چې د ملکي وګړو ژوند او مال ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړده څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د خپلو  سرسختو سیالانو سیاسیونو له څرګندونو وروسته ویلې و د ملي یووالي حکومت ته د ملکي وګړو مرګ ژوبله هېڅ د منلو وړ نه ده او هڅه شوې چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي. 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد