سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / افغانستان / ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن فراه ولایت ته رسېدلی دی

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن فراه ولایت ته رسېدلی دی

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن فراه ولایت ته رسېدلی دی. ولسمشر به په دغه سفر کې په فراه کې له ځايي چارواکو سره ګوري او د سیلابونو له امله له زیانمنو شوو خلکو سره د مرستې بهیر څاري. په دغه سفر کې له ولسمشر سره لوړپوړی دولتي پلاوی ملتیا کوي. ولسمشر په دې وروستیو کې ګڼو ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي. هغه تر دې وړاندې کونړ ولایت ته تللی و، خو ډېری مدني فعالانو او کونړ قومي مشرانو یې سفر کمپایني او نمایشي بللی و. ټاکل شوې چې ولمسشر په فراه کې له ځايي خلکو، قومي مشرانو او د ټولنې د بېلو اقشارو له استازو سره لیده کاته ولري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews