شنبه , مارچ 23 2019
Home / Hot News / ولسمشر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لارښوونې کړي

ولسمشر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لارښوونې کړي

هندوکش – کابل: ولسمشر ویلي، په جګړه کې تر ټولو لويه بدمرغي د ملکي تلفاتو موضوع ده او کله هم د ملکي تلفاتو څخه خبريږي سخت ځوریږي.

ولسمشر ویلي، د ملي وحدت حکومت رهبرۍ او د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه ته په هيڅ صورت په جګړه کې ملکي تلفات د منلو او زغملو وړ نه ده، هغه که يو کس وي او يا زيات وي.

ولسمشر ویلي، ((له تېرو څو کالو راهيسي چې په دې اړه هر راپور رارسيدلی، هغه جدي نيول شوی او تعقیب شوی او تل هڅه شوې چې د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي. په تیرو څو ورځو کې چې د ملکي تلفاتو په اړه کوم راپورونه را رسیدلي هغه ټول جدي نيول شوي.))

ولسمشر له مسوولینو غوښتي چې د ملکي تلفاتو په اړه د پخوانيو راپورونو د څيړلو او اقداماتو په هکله وضاحت ورکړي، بلکې په دې به هم جدي بحثونه ولرو چې څنګه کولای شو، په راتلونکي کې ددغسې ناوړه پيښو څخه مخنیوی وکړو او د ملکي تلفاتو کچه صفر ته ورسوو.

ولسمشر مسؤلينو ته لارښوونه کړې که هر څومره مهم هدف وي او هلته د يو ملکي فرد د له منځه تلو احتمال ليدل کېږي بايد هغه هدف ته انتظار وباسي او يا ورنه تېر شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali