سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ولسمشر ته فرا کې د طالبانو په راکیټونو ښه راغلاست وویل شو

ولسمشر ته فرا کې د طالبانو په راکیټونو ښه راغلاست وویل شو

ولسمشر فرا ولایت کې

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ فرا ولات تللی چې هلته ورته د طالبانو له لوري په راکیټونه ښه راغلات ویل شوی پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله ولسمشر هوايي ډګر کې وو.

دې ولایت کې امنیتي مسؤلین وایي کله چې ولسمشر فرا ته رسیدلی نو ورسره همهاله د طالبانو له لوري د فرا پرهوايي ډګر توغندي توغول شوي، چې دوه هوايي ډګر کې لګيدلي خو چاته پکښي زیان نه دی اوښتی.

د ملي پوځ یو چارواکی وايي چې دوه راکیټه هوايي ډګر ته څېرمه پولیګونونو کې لګیدلی او له نیکه مرغه په دې پیښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی او حالت نورمال دی.

د تیري پنج شنبې په ورځ هم کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر لمانځغونډه توغندیز برید ترسره شوی وو چې پکښي ۱۱کسه وژل شوي او ۹۵ نور ژوبل شوي وو.

د خپلو ولایتي سفرونو په لړۍ کې نن افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرا ولایت ته د یوه لوړپوري چارواکي په ملتیا سفر کړی نوموړی به دلته د یو شمېر رغنیزو پروژو پیل هم وکړي.

جمهوررئیس غني به ددغه سفر په لړ کې په فراه ولایت کې سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو بهیر د ارزونې ترڅنګ ددغه ولایت د مختلفو اقشارو له استازو سره جلا کتنې هم ولري.

له فراه څخه، په خپاره شویو مالوماتو کې ویل شوي اشرف غني به د دې سفر په ترڅ کې د هوایي ډګر او په فراه کې د ملکي روغتون پروژې مه  پرانیزي.

فراه ولایت له هغو ولایتونو دی چې د وروستیو ورښتونو له امله یې یو شمېر اوسېدونکو ته د سر او مال زیان اوښتی او امنیتي وضعیت یې هم ښه نه دی، غني به ددې ننګونو په وړاندې لازمې کړنې او ژمنې ترسره کړی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز