شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / واشنګټن ټایمز: د طالبانو او امريکا خبرو افغان چارواکي اندېښمن کړي دي

واشنګټن ټایمز: د طالبانو او امريکا خبرو افغان چارواکي اندېښمن کړي دي

د امریکا او طالبانو تر منځ د سرتېرو پر وتلو د هوکړې رامنځ ته کېدلو افغان مشران اندېښمن کړي دي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په خپل یوه راپور کې وايي، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د یوه مهالوېش پر سره هوکړې ته رسېدلی دی.

سرچینه زیاتوي، خلیلزاد اسوشټېډ پرېس ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړه رامنځ ته شوې ده او له امریکایي چارواکو سره به شرېکېږي.

واشنګټن ټایمز بیا لیکي، چې دې مسئلې افغان چارواکي اندېښمن کړي دي. سرچینه زیاتوي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار او ځینو نورو چارواکو غبرګون ښودلی او د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړې یې د اندېښنې وړ بللې دي.

دوی وایي افغان حکومت له هر ډول خبرو ګوښه ساتل شوی دی. واشنګټن ټایمز د حمد الله محب هغه اندېښنه هم شریکه کړې، چې وایي د افغانستان سوله په افغانانو پورې اړه لري او باید مالکیت یې هم له افغانانو سره وي. دده په وینا له دې پرته سوله افغانانو ته د منلو وړ نه ده او ښايي د هېواد او خلکو په زیان وي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin