سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / هند کې یوه مېګ ۲۱ پوځي الوتکه لوېدلې

هند کې یوه مېګ ۲۱ پوځي الوتکه لوېدلې

د هند پوځ ویلي چې یوه مېګ ۲۱ ډوله الوتکه يې د یوه روزنيز ماموریت پر مهال په راجستان ايالت کې لوېدلې ده.د پوځ په بیان کې ویل شوي، الوتکه له نال هوايي اډې څخه تر پورته کېدو وروسته بيکنر ښار ته څېرمه نسکوره شوې.ویل شوي، پيلوټ په پاراشوټ کې له الوتکې ځان غورځولی او کوم زیان نه دی ورته رسېدلی.د پيښي انځورونه ښيي چې الوتکه تر لوېدلو وروسته په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. هندي پوځ ویلي، د پيښي د څېړلو لپاره یې یوه کمېټه ټاکلې ده.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin