سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / هند له روس نه سمندري آبدوزونه اخلي

هند له روس نه سمندري آبدوزونه اخلي

له پاکستان سره د فضایي سیالۍ تر څنګ په سمندر کې هم په نویو وسلو د سمبالېدو لپاره هند له روس سره د پنجشنبې- زیارت په ورځ په نوي ډیلي کې د 3.3 اربه ډالرو په لګښت د اېټمي وسلې وړونکو آبدوزونو لوظنامه لاسلیک کړې ده.

د هندي او روسي مطبوعاتو تر مخه دغه آبدوزونه په نوې ټیکنالوجۍ ډېر سمبال دي او د 2025م کال پورې به هند ته وسپارل شي.

د هند او روس تر منځ د دفاعي سامانونو همکاري له ډېره وخته راهیسې په مختلفو برخو کې روانه ده، خو د دې نوو آبدوزونو د خرڅ دا معاهده په داسې وخت کې شوې، چې د هند او پاکستان تر منځ پوځي تاوتریخوالی روان دی.
دغه دواړه رقیب هېوادونه د جنګي الوتکو تر څنګ په سمندري آبدوزونو کې هم له یو بل سره په سیالۍ بوخت دي او هڅه کوي چې د سمندر له لارې هم د خپلې دفاع لپاره ځانونه مضبوط کړي او د خطر مخه ونیسي.

د پاکستان سمندري ځواکونو دوې ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې د پاکستان اوبو ته یې د هند د سمندري آبدوز د ننوتلو مخه نیولې وه، خو هند لا تر دې مهاله دپاکستان د دغه دعوې په هکله خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د هند د سمندري ځواکونو مشر سونېل لنبا د سه شنبې- نهې په ورځ اندېښنه څرګنده کړې وه، چې هېواد یې له ریاستي ترهګرۍ سره مخ دی.

یاده دې وي په 2008م کال کې د هند د ممبۍ په لومړي ترهګر برید کې ککړ تن اجمل قصاب هم د چارواکو په وینا د سمندر په لاره هند ته ورغلی وو.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د وروستیو شمېرو تر مخه د سمندري ځواک په برخه کې د هند تله پر پاکستان درنه ده. خبري ایجنسۍ وایي، له هند سره یوه جهاز وړونکې سمندري بېړۍ ده، خو له پاکستان سره داسې کومه بېړۍ نه شته.

له پاکستان سره 8 آبدوزونه دي خو له هند سره 16 دي. په سمندر کې له هند سره 106 ګرځنده څارونکې بېړۍ دي خو له پاکستان سره یواځې 17 دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews