دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / هند: افغانستان کې د منځمهالي حکومت نه، منتخب حکومت ملاتړ کوو

هند: افغانستان کې د منځمهالي حکومت نه، منتخب حکومت ملاتړ کوو

زلمى خليلزاد او ويجى ګوکلي

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، چې هند په افغانستان کې د منځمهالي حکومت ملاتړ نه کوي، بلکې د منتخب حکومت، چې د ټاکنو په پايله کې راغلى وي، ملاتړ او پلوي دى.

دا خبرې بي بي سي پښتو وېبپاڼې د هندۍ (انډين ايکسپرېس) ورځپاڼې په حواله ليکلي دي. انډيڼ ايکپرېس ورځپاڼه ليکي، چې د امريکا له استازي زلمي خليزاد سره د هند په بهرنيو چارو کې د دولت وزير ويجى ګوکلي ليدلي دي او هغه ورته ډاډ ورکړى، چې له طالبانو سره تر جوړ جاړي وروسته به د افغانستان په خاوره کې هغه وسلوالو ډلو ته ځاى نه ورکول کېږي، چې د هند پر ضد فعاليت کوي.

ورځپاڼې ليکلي دي، چې کله زلمي خليلزاد هغه ته د طالبانو سره د جوړجاړي په اړه معلومات ورکړل، او ورته يې دا هم وويل، چې طالبانو سره يې په دې خبرې کړي دي، چې په افغانستان کې به ترهګريزو ډلو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي، نو نوموړي ورته وويل چې ايا په دې کې هغه ترهګريزې ډلې هم شاملې دي، چې د هند پر ضد فعاليت کوي؟ نو ښاغلي خليلزاد ورته وويل، چې هو، هغه ډلې چې د هند پر ضد فعاليت کوي، هغوى ته به په افغانستان کې د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

خو په دغه ليدنه کې ښاغلي ويجى ګوکلي د امريکا ځانګړي استازي ته د هند د حکومت له خوا دا يادونه هم وکړه، چې دوى که له طالبانو سره هر ډول جوړجاړى کوي، خو هند د دې ملاتړ نه کوي چې په افغانستان کې دې منځمهالى حکومت جوړ شي. هغه زياته کړه چې هند په افغانستان کې د يو منتخب حکومت، چې د ټاکنو له لارې د ولس له خوا منتخب شوى وي، ملاتړ او پلوي کوي.

انډين ايکسپرېس ورځپاڼه همدا راز ليکي، چې د امريکا ځانګړي استازي هندي چارواکو ته د طالبانو سره پر څلورو څېړل شويو موضوعاتو باندې معلومات ورکړل، چې په هغې کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، بېن الافغاني مذاکرات او همدا راز اوربند شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان په يوه ناسته کې ويلي و، چې په افغانستان کې به ډېر ژر يو (ښه حکومت) جوړ شي، چې دوى به ورسره خپلې اړيکې ښې او سوداګري به ورسره پراخه کړي، چې د نوموړي دغه څرګندونو په اړه افغان سياسيونو او ولس سخت غبرګون ښوولى دى.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه