جمعه , اپریل 26 2019
Home / News / هلمند کې طالبان وژل شوي

هلمند کې طالبان وژل شوي

هندوکش – هلمند: هلمند کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په مهال اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وایي، دا عملیات نن شاوخوا یوولس بجې په نادعلي ولسوالۍ کې شوي دي.
د نادعلي ولسوال بریالی نظري وايي، د طالب قوماندن صوفي په ګډون څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د هلمند نورو ولسوالیو کې هم عملیات روان دي چې زیات طالبان پکې وژل شوي دي.
د نادعلي تر څنګ په سنګین ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو عملیات روان دي چې هوایي بریدونو او ځمکنیو مخامخ جګړو کې طالبان یا تښتیدلي او یا وژل شوی دي.
ننګیالۍ کوهنورد

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan