پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / هلمند: میرمنې موټر لایسنس د ورځې اخلي خو موټر د شپې چلوي

هلمند: میرمنې موټر لایسنس د ورځې اخلي خو موټر د شپې چلوي

ډریوره ښځه

څه موده وړاندې له هلمند ولایت څخه راپورونه نشر شول چې دې ولایت کې د ټرافیکو مدیریت څخه ۴۰ ښځو لایسنسونه اخیستې ترڅو په قانوني ډول حق ولري چې موټر چلونه وکړي.

ددې ولایت د ټرافیکو مسؤلینو ویلي وو چې دوی میرمنو ته د موټر چلونې په برخه کې زده کړې ورکړې او قانوني سندونه یې هم ورکړي.

هلمند کې د ښار اوسیدونکي وايي تراوسه يې د ورځې ښځې نه دي لیدلې چې ښار کې دي موټر وچلوي، خو د شپې لخوا يې چلوي.

ددې ولایت د ښځو چارو برخې مشره وجیهه رسولي وایي چې وړاندې يې د ټرافیکو مدیریت وړاندیز کړی چې میرمنو ته د موټر چلونې سندونه ورکړي چې له ۱۵ ورځنۍ روزنیزو زده کړو وروسته ۴۰ میرمنو ته دا سندونه رسیدلي خو په هلمند کې په سیمه ییزه کچه د ښځو د موټر چلونې په برخه کې ستونزې شته خو دوی مبارزه کوي ترڅو ښځي وکولای شي چې موټر چلونه وکړي.

د افغانستان په سنتي ټولنه کې مخکې دا له فکره لیري خبره وه چې ښځې به موټر وچلوي خو دا رښتیا خبره ده چې د هلمند ترڅنګ نورو ولایتونو  کې میرمنې موټرونه چلوي خو یوازي د شپې له لوري کولای شي.

په کابل کې بیاهم کولای شئ یو ورځ داسې څه وګورئ چې  ښځه دي شټرینګ ته ناسته وي خو په نورو ولایتونو کې دا کچه صفر ده.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د شته ناوړه دودونو زوال په سترګو کیږي اوس مهال د هېواد په کچه زیات شمېر نجونې ښوونځیو ته ځي، او خپلې زده کړې کوي هغوی زیاتي هیله هم لري.

د زابل ولایت کلات کې د بي بي خالا لېسې یوې ماشومې زده کوونکې وویل ددې لپاره غواړم زده کړه وکړم چې راتلوونکي ولسمشره شم هغې وویل اوس مې کورنۍ راسره مل ده ترڅو زه ښوونځی ولولم

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز