چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / نړیوال بانک ښځینه سوداګرو سره مرسته کوي

نړیوال بانک ښځینه سوداګرو سره مرسته کوي

هندوکش – امریکا: نړیوال بانک د ښځینه سوداګرو د پراختیا او تشویق په موخه پنځه میلیونه یورو مرسته کوي.

نړیوال بانک دا پيسې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته ورکوي چې څنګه کیدای شي د سوداګرۍ برخه کې د ښځو لیوالتیا زیاته کړي.

د مالوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې یوولس سوه او پنځوس ښځینه سوداګرې شته او هڅه دا ده چې دا شمېره لوړه شي.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له جوړیدو دوه کاله پوره شول چې تېره ورځ یې ونمانځله.

سوداګرۍ وزارت وایي، کار کوي چې څنګه کیدای شي د متشبثو میرمنو شمېر زیات کړي او په کور دننه ورته اسانتیاوې برابر کړی.

فکور نعیمي

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali