شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / نوی نظام به د ملي او نړیوالو اړیکو متقابل درناوي وپالي- ملابرادر

نوی نظام به د ملي او نړیوالو اړیکو متقابل درناوي وپالي- ملابرادر

د طالبانو د مشر ملا هبت الله سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه غږیزه مرکه کې ویلي؛ نوی اسلامي نظام به د ټولو سیاستوالو پر ګډون جوړ له نړۍ، سیمې او ګاونډ هېوادونو سره د متقابل درناوي اصل ته په کتو خپلې ټولې اړیکې وپالي.

په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو له اووه لس ورځنیو اوږدو خبرو وروسته ملا برادر د الاماره سایت له خبریال سره یوه غږیزه مرکه کړې، چې زمونږ خبریال اسلم حجاب پوره اوریدلې او لاندې راپور یې ترې چمتوکړی دی:

د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا بردار په دې مرکه کې د نوي نظام له جوړېدو خبره کوي او نوموړی په طالبانو کې له پوره اطاعته هم برخمن مشر دی، چې له سیاست والو، جهادي مشرانو او خلکو سره د ورورګلوۍ اړیکې غواړي.

ملابرادر وایي: مونږ نه د چا تر اثر لاندې یو، چې نور تشویش راته وکړي او نه هم چاته د ضرر ارداده لرو، بلکې د ښو روابطو خوښوونکي یو.

ملا برادر، چې څو کاله مخکې په پاکستان کې بندي شوی و او اوس تازه د قطري مشرانو په همکارۍ له پاکستان څخه په ځانګړې الوتکه کې دوحې ته لیږدول شوی وایي، چې د سولې په برخه کې د دوی او امریکایانو تر منځ کومه هوکړه نده شوې؛ خو په وینا یې د دوی او امریکایانو پېنځم پړاو خبرې ډېرې بریالۍ وې.

ټاکل شوې، چې دواړه لوري د همدې میلادي میاشتې په پای کې شپږم پړاو خبرې پیل کړي.

خبریال: اسلم حجاب

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News