جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ننګرهار کې امنيتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

ننګرهار کې امنيتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

په جلال اباد ښار کې وروستیو هدفي وژنو چاودنو اختطاف او غلاوې او نورو امنیتي پېښو په تړاو ښاریان او ولس اندېښمن دي.

یو شمېر مدني فعالان وایې چې ولایتي اداره خلکو ته د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلې او وایې چې وروستي حالت د اندېښنې وړ دی ، دوی اوس هم په دې وېره کې دي چې د ا حالت نور هم سخت پړاو ته ولاړ نه شي.

د جهانزېب په نوم د اصلاح ځوانانو ټولنې غړي خبریال ته وویل (( مونږ ته وروستنی حالت هېڅ د منلو وړنه ده دی وایې چې په وروستیو شپږو ورځو کې شپږ چاودنې وشوې دوی وایې ولایتي ادارې هېڅ ډول برخورد او اعکس العمل نه دی ښودلی ) )

دغه راز د مدني فعالانو له ډلې یو بل فعال د نوم نه ښودلو په شرط خبریال ډاټ کام ته وویل چې د اوسني والي شامحمود میاخېل پر راتګ سره د ننګرهار ولایت بیا د جلال اباد ښار امنیت ورځ تر بلې خرابېږي دی وړاندې وایې(( ولایتې اداره هېڅ هم نه کوي په عام بازار کې غلاوې هدفي وژنې، اختطاف، او زیاتی کېږي خو دوی پرې خبر نه وي) )

ولایتي اداره بیا د خلکو ادعاوې ردوي او وایې چې له پخوا اوس امنیتي وضعیت ښه شوی دی د والي ویاند اعطالله خوګیاڼی وایې په ښار دننه او په لېرو پرتو ولسوالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هغه سیمې یې له وسله والو پاکې کړي چې کلونه د وسله والو په لاس کې وې (( هغه وایې د نوي والي په راتګ سره د پام وړ بدلونونه راغلي لاسته راوړنې لرو ګڼ شمېر وسله وال مو نیولي او ډیری ولسوالیو ته مو ملي اردو هم منظوره کړې.))

بلخوا د جلال اباد ښاریان د والي ویاند څرګندونې ردوي او وایې چې له پخوا امنیت بد حالت ته رسېدلی دوی وایې چې د نوي والي راتګ پر امنیتي وضعیت مستقیمآ اغېزه کړې چې ښه بېلګه یې په ښار منځ کې هدفي وژنې ، غلاوې، اختطاف او چاودنې په دې څو لنډو ورځو کې شوي.

ښاریان وایې که د امنیت ستونزه حل نه شي دوی به په ډاډه زړه ښار ته رانه شي خو والي ډاډ ورکوي چې د امنیت ټینګول مو لومړنۍ موخه ده او پر هر قېمت به ترې ننګرهاریان برخمند کومه.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد