جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / ننګرهار: د طالبانو سرې قطعې قومندان ټپي شوی

ننګرهار: د طالبانو سرې قطعې قومندان ټپي شوی

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي،  په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان له پنځه نورو ملګرو سره سخت ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د شیرزادو ولسوالۍ په ماماخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان ملا اغا له پنځو نورو ملګرو سره یو ځای سخت ټپیان شول .

ملا اغا اصلا د کندهار ولایت اوسیدونکی دی،چې په وروستیو کې د یو شمیر نورو مخالفینو سره یو ځای شیرزادو ولسوالۍ ته د تروریستي فعالیتونو په موخه را ستون شوی دی .

خوږیاڼو کې د طالبانو او داعش پرضد سخت عملیات روان دي چې دا دواړه ډلې یې وارخظا کړي دي.

فرهاد شهراني

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali