پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ناڅرګندو وسلوالو په لغمان کې مدني فعال وژلی

ناڅرګندو وسلوالو په لغمان کې مدني فعال وژلی

نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې دوه تنو ناڅرګندو وسلولو د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د سلطان غازي بابا په اړوند سيمه کې مدني فعال شېرزاد ساپی پر ډزو وژلى دى.

د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شېرزاد ساپی، چې د ولسي جرګه نوماند او مدني فعال و د شنبې پر ورځ( د وري۲۳) په خپل بڼ کې د ناڅرګندو کسانو له لوري پر ډزو وژل شوی دی.

د لغمان والي وياند سرحدي ځواک وايي، بريد طالبانو کړى؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

بريدګر له سيمې تښتېدلي؛ خو ولايتي چارواکي وايي، چې د بريدګرو د نيولې هڅې روانې دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News