جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / منظور پښتين: د پاکستان پوځ د پښتنو شتمنيو پسې راغلی

منظور پښتين: د پاکستان پوځ د پښتنو شتمنيو پسې راغلی

منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي چې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پر ضد عمليات نه دي کړي، بلکې د ځايي پښتنو پر ضد يې کړي دي. هغه وويل چې د پاکستان پوځ د پښتنو د شتمنیو لوټلو لپاره دغه عمليات وکړل او د پښتنو سيمو ته راغی او دلته يې هر څه غصب کړل. هغه وويل چې د پښتنو سيمې ډېرې شتمنۍ لري او د پاکستان پوځ همدغه شتمنيو ته غل دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير تېره ورځ د میرانشاه په لويه جلسه کې خلکو ته وويل، چې مخکې پاکستان د پښتنو سيمو ته ترهګر راوستل او اوس يې ورته پنجابی پوځ راوستی دی. هغه وويل چې پوځ او طالبانو کې هېڅ توپير نشته، دواړه پلار او زوی دي.

نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې اوس هم د پښتنو په سیمه کې پوځ او طالبان جوړه جوړه ګرځي او تر څو چې دا دواړه د پښتنو له سيمو نه وي ورک شوي، نو د پښتنو په سیمه سوله نه شي راتللی.

دوی وويل چې د پاکستان د پوځ له خوا د ضرب عضب عمليات د ترهګرو پر ضد نه دي شوي، بلکې د ځايي خلکو پر ضد شوي دي او د دوی د سيمو د نيولو لپاره دغه عمليات شوي دي.

همدا راز منظور پښتين وايي چې د پښتنو په سیمه ډز کول زموږ په سوله ډز کول دي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړی او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي چې په افغانستان کې سوله نه امريکا راوستی شي او نه هم آی ايس آی، د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به په خپله افغانان کوي.

همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ يو تن دا هم وويل چې په دوحه کې په مذاکراتو کې دې پښتون ژغورنې غورځنګ ته برخه ورکړل شي، ځکه د افغانستان سوله د پاکستان د پښتنو سره نېغ په نېغه تړلې ده.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه