جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / منظور پښتون د پاکستان د پارلمان غړو سره ناسنه کړې ده

منظور پښتون د پاکستان د پارلمان غړو سره ناسنه کړې ده

د پاکستان پارلمان له منظور پښتین غوښتي چې خپلې ستونزې ددوی په وسیله له حکومت سره حل کړي. د پاکستان پارلمان یوې ځانګړې کمېټې تېره ورځ منظور پښتین وربللی و او له هغه یې د غوښتنو او ستونزو شریکولو غوښتنه کړې وه. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، دوی خپلې ستونزې له پارلمان سره شریکې کړې خو خپلو مبارزو ته به ادامه ورکوي. دده په وینا دا یوازې له دوی سره د ستونزو شریکول و او هیله لري چې دوی وکړی شي په دې برخه کې همکاري وکړي. تر دې وړاندې هم د پاکستان ګڼو ادارو او پارلمان له منظور پښتین غوښتي وو، چې خپل فعالیتونه بند کړي او ستونزې له دوی سره شریکې کړي. پښتین بیا وایي چې په ځلونو یې ستونزې له حکومت او پارلمان سره شریکې کړې خو چا یې د حل تابیا نه ده کړې.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews