پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / منظور پشتین:پاکستان دې خپلې هدفي وژني بندې کړي

منظور پشتین:پاکستان دې خپلې هدفي وژني بندې کړي

نن یکشنبه د وزیرستان په میرانشاه ښار کې د پښتون ژغورني غورځنګ ستره غونډه وشوه چې زرګونه تنو ګډون پکې کړی و.

په دې غونډه کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وویل، ” نورې نړۍ ته یې ترهګر معرفي کړي یو. پاکستان دې خپلې هدفي وژني بندې کړي، دا وطن او خاوره به په خپله خوښه جوړوو.”

پښتین پاکستان ته په اشارې وویل، “دیارلس زره کورونه یې را ړنګ کړل او اوس یې را نه تصدیق غواړي. دوی چې هر ډول بندیزونه لګوي، خو موږ به خپلو جلسو او غونډو ته دوام ورکوو او مخ‌ته به ځو.”

ویل کیږي چې د پاکستان حکومت د نننۍ غونډې په سیمه کې د مخابراتي شبکو او ټلویزیونونو سیګنالونه بند کړي وو.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews