سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ملګري ملتونه: د نشه یي توکو کښت او قاچاق د افغانستان لپاره ستونزې پیدا کړي

ملګري ملتونه: د نشه یي توکو کښت او قاچاق د افغانستان لپاره ستونزې پیدا کړي

ملګري ملتونه د نشه یي توکو ن کښت او قاچاق د افغانستان د امنیت لپاره سرخوږی بولي.

د ملګرو ملتړنو نړیوال سازمان د افغانستان د تېرو شپږو میاشتو د امنیتي وضعیت د څېړلو ترڅنګ د نشه یي توکو پر کښت او قاچاق هم بحث وکړ، د افغانستان د شپږو میاشتو د وضعیت د څېړنې اړوند ځانګړې غونډه په نیویارک کې جوړه شوه.

په یادې ځانګړې څېړن غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو وویل: د نشه یي توکو کښت او قاچاق افغانستان لپاره امنیتي، اقتصادي او ټولنیزي ستونزې را پیدا کړي دي.

یاماماتو زیاتوي افغان ځوانان پر نشه یي توکو د روږدېدو د جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان داسې مهال پر نشه یي توکو د افغان ځوانانو د روږدېدو اندېښنه په ډاګه کوي چې د افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت  د څېړنو له مخې په دې  وروستیو کې د نورو عامو ځوانانو په ګډون د پوهنتونونو زده کړیالان هم پر نشه یي ټابلېټو خوړلو روږدي شوي دي.

د ملګرو ملتونو په نړیوال سازمان کې د روسیې لپاره ځانګړي استازي په دغه غونډه کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه د مسکو له لومړیتوبونو یاده کړه او یاده بدمرغه پدیده یې د سیمې لپاره هم یوه جدي ستونزه وبلله.

په دې تړاو د افغانستان د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وایي:  ګاونډي هېوادونه او نړیوالې ټولنې پاتې راغلي چې نړیوالو بازارونو ته د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی وکړي او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې کې یې پر پاتې راتللو تورنوي او زیاتوي چې دوی همېشه افغانستان د نشه یي توکو د تولید لویه سرچینه بللې ده.

ښاغلي پښتون پر نړیوالې ټولنې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ په دغه برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ غږ وکړ او زیاته یې کړه چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري دې د هغه کیمیاوي توکو د قاچاق مخینوی وشي چې افغانستان ته د نشه یي توکو د جوړولو لپاره را واردیږي.

د افغانستان د کورنیو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو ویلي: هغه کیمیاوي مواد چې د نشه یي توکو په جوړولو کې استعمالیږي، د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته واردیږي خو تر اوسه ګاونډیو هېوادونو د دې موادو د قاچاق مخنیوی نه دی کړی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي