پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ملي امنیت ځواکونو په خوست کې دوه ځانمرګي وژلي

ملي امنیت ځواکونو په خوست کې دوه ځانمرګي وژلي

د خوست ملي امنیت عمومي ریاست وایي؛ د دې ریاست ځواکونو دوه کسه ځانمرګي بریدکوونکي وژلي، چې غوښتل یې په خوست ښار کې بریدونه تر سره کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې ریاست ځواکونو له پېژندلو وروسته وڅارل شول او تېره شپه ۷ بجې یې د تویشي پله تر څېرمه تر برید لاندې راغلل.

دواړه ځانمرګي وژل شوي، چې یو یې محمد شفیق د غفار زوی او د پکتیکا ولایت د نکی ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د بل شهر ت معلوم نشو.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ له دوی سره یو موترسیکل بم هم چاودنه کړې، چې په کې بل چاته زیان ندی اوښتی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News