چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / معترض نوماندان: په ټاکنو کې فساد دې په جدي توګه وڅېړل شي

معترض نوماندان: په ټاکنو کې فساد دې په جدي توګه وڅېړل شي

د ولسي جرګې د ټاکنو معترض نوماندان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخواني کمېشنران او غړي یې خاینان بولي او وایي چې د غو بنسټونو د مسؤلینو له امله د ولسي جرګې ټاکنې له فساد ډکې شوې.

یاد معترض نوماندان چې د خپلو ملاتړو سره یو ځای کابل ته راغلي وو، وایي: تر څو چې چې لویه ځارنوالي د ولسي جرګې په ټاکنو کې د فساد او درغلیو په اړه څېړنه بشپړه نه کړي نو د ټاکنو پایلې باید اعلان نه شي.

یو شمېر معترض نوماندانو او ملاتړو یې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو عکسونه یې په سورخ خط چلیپا کړي وو په لاس کې وو، د لویې څارنوالۍ دروازې مخې ته را ټول شوي وو او په ټاکنو کې یې د فساد او درغلیو په اړه د جدي څېړنو غوښتنه کوله.

یاد معترض نوماندان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي پر فساد تورنوي.

معترض نوماندان غواړي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي دې علني محاکمه شي او د ولسي جرګې ټاکنې دې باطلې اعلان شي.

لویه څارنوالي وایي د ټاکنیزو کمېسیونونو پر پخوانیو غړو د فساد او درغلیو ټول تورونه تر څېړنې لاندې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل:

هر هغه څه چې د ټاکنو په جرمونو پورې اړه ولري د اساسي قانون د ١٣٤ مادې پر اساس لویه څارنوالي یې د څېړنو مکلفیت لري، په داسې حال کې چې اسناد یې د جرمونو په حد کې وي د لویې څارنوالۍ لخوا به څېړل کیږي.

حکومت د یوې میاشتې په موده کې د ټاکنیزو کمېسیونو غړي له دندو ګوښه او ممنوع الخروج اعلان کړل او د سې شنبې(کب ٢١ مه) د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پنځه پخواني او برحاله غړي هم ممنوع الخروج اعلان کړل.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي