جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / مشوره (جرګه) په اسلام کې / زبیر افغان

مشوره (جرګه) په اسلام کې / زبیر افغان

د انسانانو په تاریخ کې جرګې ښه اوږده مخینه لري، دا که زموږ د پښتنو تاریخ وي یا هم د نورو قومونو. تر اسلام مخکې عربو د جرګو لپاره د دار الندوه په نوم یوځای در لود چې هلته به يې د مهمو ټولنیزو مسلو په اړه مشرانو بحثونه کول.

اسلام نه یوازي دا اصل همداسي وساته بلکې الله تبارک وتعالی په قران پاک کې د مسلمانانو یو صفت همدا وباله چې د مهمو ټولنیزو چارو په اړه خپل منځي مشورې کوي(وامرهم شوری بینهم) [الشوری: ۳۸]همداراز قران کریم رسول الله ص ته امر وکړ چې په چارو کې له اصحابو سره مشوره کوه.(وشاورهم فی الامر) [ال عمران: ۱۵۹]

رسول الله ص هم په دې امر عمل کاوه او د مهمو چارو په اړه يې له اصحابو سره مشورې کولې. کله چې د احد غزا ته مشرکانو تیاری کاوه او رسول الله يې په اړه خبر شو، نو له اصحابو سره يې مشوره وکړه چې زموږ دفاعي اقدام به څه وي؟ تر مشورې وروسته يې د وتلو پریکړه وکړه، بخاري په کتاب المغازي کې په دې اړه مهم لاسوندونه راوړي دي.

همداشان د خندق د غزا په اړه مشهور روایت دی چې رسول الله ص د خبر له تر لاسه کولو وروسته د مشرانو اصحابو یوه جرګه وغوښته او په دې اړه يې مشوره ځيني طلب کړه. مشهور صحابي سلمان فارسي رض پيغمبر علیه السلام ته د خندق کښلو مشوره ور کړه چې له همدې امله دا غزا د خندق په نوم یاده شوه. بخاري شریف کتاب المغازي

پر همدې اصولو باندي مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې عمل کاوه او زموږ د پښتنو په تاریخ کې تر اسلام مخکې هم موږ جرګې او مرکې درلودلې او د ډېرو مهمو پریکړو په اړه زموږ ولسونو له ډېر لرغوني دور څخه مشورتي جرګې درلودلې. د انسانانو په اجتماعي ژوند کې دا ډېر مهم پرمختګ دی، په دې ډول انسانان د وینې تویولو مخه نیسي، جنګ ختموي، پخوا به همدې جرګو د اجتماعي ژوند لپاره ځيني اصول غوره کول چې په سیمه ییزه کچه به يې د قانون حیثت در لود او خلګو ترې سرغړونه نه شوای کولای، د اسلام له راتلو سره جرګې له تاریخي او کلتوري بعدونو سره دیني جنبه هم پيدا کړه چې د خلګو په عقیدو او ایمانو کې يې ځای وموند.

زموږ د هیواد په مهمو مسلو کې هر وخت واکمنو د ولس استازي راغوښتي او د ډېرو مهمو چارو په اړه يې د ولس رایه غوښتې ده، لکه څنګه چې دولت پر ولس باور کړی دی او د چارو په اړه يې د هغوی مشورو او پرپکړو ته لبیک ویلی دی، همدارنګه ولسونو هم هر مهال د دولت غوښتنې ته لبیک ویلی او په سختو حالاتو کې تل د خپل نظام تر څنګ درېدلی او د هر هغه چا په وړاندي يې یو صف جوړ کړی چې زموږ ملت او وطن يې ګواښلي.

د حکومت له لوري داځل د سولي مشورتي جرګه ډېر مهم وخت غوښتل شوې ده، زموږ په هیواد کې خورا اوږدې جګړې زموږ ټول مادي او معنوي ارزښتونه را څخه وتروړل، د دې بدمرغه جنګ د مخنیوي لپاره په دې حساس وخت کې د حکومت او ولس یوه خوله کېدل ډېر مهم دي چې په ګډو د دې تپل شوي جنګ په وړاندي ودرېږي او نور يې د دوام ټولې مجوزه لارې وتړي او د ټولې نړۍ په وړاندي د ولس استازي دا ږغ مخامخ بدرګه کړي چې نړۍ او ګاونډيان پوه شي چې نور يې دلته د جنګونو جادو کار نه ور کوي او افغان ولس په هر حال د سولې لپاره سره راغونډ شوي دي چې خپل وطن ته به ارو مرو هغه سوله راولي چې د هغوی ملي ګټې او ټول ارزښتونه پکې خوندي وي، نه هغه سوله چې زموږ لپاره يې نور غواړي او هدف يې دادی چې د دې ولس سرنوشت هغوی ورته وټاکي لکه مخکې چې يې دا کار کړی وو!

حکومت دا کال د سولې کال اعلان کړی، په دې وجه له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې دې هدف ته ځان ورسوي. دا یو ډېر سخت او ګران کار دی، ځکه چې په دې کې د ځینو ګاونډي هیوادونو او داخلي مافيايي غلو تاوان دی، اما حکومت خپل ولس ته ژمنه ور کړې چې دې ستر مرام ته به يې رسوي، له دې امله يې د سترې جرګې پریکړه کړې چې د افغان ولس نمایندګان د ټولو داخلي او خارجي مخالفو په وړاندي خپل اوسپينزه هوډ څرګند کړي او په دې ډول دواړه په ګډه د سولې لپاره یوداسي ګام واخلي چې نه يې د سولې داخلي مخالفینو سوچ کړی وي او نه خارجي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon