دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / مسلمیار: افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې پوره خپلواکي لري

مسلمیار: افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې پوره خپلواکي لري

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هغه څرګندونې په کلکه ردوم او غندم چې ويلي يې دي “په افغانستان کې به يو نوی حکومت رامنځته شي”

افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې پوره خپلواکي لري، په ملي، نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو کې د خپلواک نظر او پرېکړو حق لري او موږ هيچاته ددې اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنيو او بهرنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

موږ د افغان سولې په اړه پخوا هم خپل دريځ او موقف څرګند کړی او بيا هم پرې ټينګار کوو چې موږ باعزته او د بين الافغاني مذاکراتو له مخې سوله غواړو.

افغانستان خپلواک هېواد دی، خپل اساسي قانون، نظام او ملي اراده لري د سولې په اړه که هر هېواد، هر ادرس او هرڅوک له مخالفينو سره مذاکرات کوي بايد افغان حکومت پکې شتون ولري او زموږ وقار، برم او عظمت پکې وساتل شي.

امريکا که د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي او يا هم وسله وال طالبان سولې ته چمتو کوي بايد زموږ موجوده نظام سره مخامخ خبرې وشي ځکه دا د خلک پر رايو او ارادې راغلی نظام دی او بايد غوښتنې او ګډون يې له پامه ونه غورځول شي.

سوله زموږ د ولسونو اړتيا ده او ټول هېوادوال د سولې ارمانجن دي خو د سولې په اړه په هره ناسته، هر کنفرانس او هر ډول مذاکراتو کې افغان حکومت له پامه غورځول يا څنډې ته کول موږ ته د منلو وړ نه دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon