پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Hot News / مخابراتو وزارت:فسبوک کمپنۍ ته شپږ میاشتې وخت ورکوو

مخابراتو وزارت:فسبوک کمپنۍ ته شپږ میاشتې وخت ورکوو

هندوکش – کابل:  د افغانستان پالېسۍ او قوانینو مراعات په موخه د افغانستان مخابراتو وزات فیسبوک ته شپږ میاشته وخت ورکړ.

د مخابراتو وزیر شهزاده ګل اریوبي نن په یوه خبري کنفرانس کې  ګواښ وکړ که فسبوک کمپنۍ د افغانستان له لوري ورکړل شوې پالېسي تطبیق نکړي ، په افغانستان کې به د فسبوک پر فعالیتونو بندیز ولګوي .

اریوبي وايي له دغه ټولنیزې شبکې څخه ، مېرمنو ، خلکو او افغاني کلتور ته توهین کیږي ، نو ځکه دې یاده اداره د افغانستان قوانین ته پاملرنه وکړي او هغه څوک چې غواړي له دغه شبکې څخه کار واخلي باید ثبت او راجستر شي .

خو په افغانستان کې د فسبوک د تخنیکي برخې مشر عمر منصور انصاري رسنیو ته ویلي چې فسبوک اداره د ټولې نړۍ لپاره یو شان قوانین او اصول لري خو دا هم مني چې په افغانستان کې چې ارزښتونه یې له نورې نړۍ سره مختلف دي نو ځکه هم فسبوک اداره وخت ناوخت تر پوښتنې لاندې راځي .

د یادولو ده چې اوس هم په افغانستان کې په زرګونه جعلي اګاونټونه شته چې په بېلابېلو مواردو کې ترینه کار اخیستل کیږي .

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali