دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / Hot News / محمد عمر داوودزې ایران ته لاړ

محمد عمر داوودزې ایران ته لاړ

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا لخوا په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د سولې عالي شورا د دارالانشاء ریيس محمد عمر داودزى د سيمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو په دوام ایران ته تللې.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري او خبر پر بنسټ، داودزى به د دغه دوه ورځني سفر په مهال د ايران د بهرنيو چارو د وزير په ګډون د دې هېواد له يو شمېر چارواكو سره وګوري.

د نوموړي په خبره، داوزدى به هڅه وكړي، چې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل لپاره د ايراني چارواكو ملاتړ او همكاري جلب كړي.

طاهري د بين الافغاني مذاكراتو د پيل لپاره د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د ايران رول مهم بولي او ټينګار كوي، چې په افغانستان كې د سولې ټينګښت د سيمې د هېوادونو په ګټه دى او دا هېوادونه بايد له دې بهيره ملاتړ وكړي.

ايران يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې له طالبانو سره يې اړيكه په رسمي توګه اعلان كړې ده.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali