پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی

محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، هارون چخانسوري رسنیو ته په خبرو کې ویلي ښاغلی غني ننګرهار ته رسیدلی دی.
د ښاغلي چخانسوري په خبره غني خیل ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې له داعش وسله والو سره و او دوی پکې له دغه ځایه بریدونه پلانول.
دغې ولسوالۍ ته د ننګرهار د نورو ولسوالیو ولسوالان، امنیتي چارواکي او نور خلک هم ور غوښتل شوي ترڅو د ولسمشر غني له خوا وستایل شي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر هم ویلي چې نوموړی به د وينا پر مهال د شينوارو شپږو ولسواليو د خلکو د قربانيو قدرداني، د مېړانې څخه ستاينه او په دې سيمه کې د داعش د سختې ماتې اعلان وکړي.
له نوموړي سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې، ملي امنيت عمومي او سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريسان، د ملي امنيت سلاکار، ملي دفاع وزير او ګن شمير نور ملتيا لري.
د دې سفر اصلي موخه تر اوسه نه ده معلومه شوې.
دا په داسې حال کې دي چې یو شمیر کسان د ولسمشر دا ډول سفرونه ترډیره د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاین بولي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کندهار څانګه