شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / محب تور لګوي چې خلیلزاد د غني د حکومت د منزوي کولو او د ځان د واک ته رسولو هڅه کوي

محب تور لګوي چې خلیلزاد د غني د حکومت د منزوي کولو او د ځان د واک ته رسولو هڅه کوي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، چې واشنګټن ته تللی، نن /پنجشنبه/ وویل چې د ټرمپ حکومت غواړي د افغانستان د منتخب حکومت پر ځای زلمی خلیلزاد د استعماري دورې په شان واک ته ورسوي.

سي بي ایس نیوز د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې بې ساري بللې دي.

سي بي ایس نیوز وايي، ښاغلی محب واشنګټن ته په ځانګړي ډول د دې لپاره ورغلی چې د خلیلزاد په اړه له خپلې اندېښنې سپینه ماڼۍ خبره کړي.

محب ته ویل شوي چې د ده امریکايي ساری جان بولټن ډېر بوخت دی او له ده سره لیدو او خبرو ته وخت نه لري.

محب لا هم هیله لري چې بولټن به ممکن له ده سره د کتلو مهالوېش سبا (جمعه) په سپینه ماڼۍ کې وټاکي.

ښاغلي محب تور ولګاوه چې خلیلزاد قصداً له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات د افغانستان له حکومت څخه پټ ساتي.

محب سي بي ایس نیوز ته وویل:«موږ فکر کوو چې یا زل (د زلمي خلیلزد د نوم لنډه بڼه) – سفیر خلیلزاد نه پوهېږي چې څرنګه خبرې وکړي یا ممکن د ده دا کار کوم بل علت ولري. څه چې دی کوي د داسې معاملې سبب کېدای نه شي چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې سوله راشي.»

محب د خلیلزاد په اړه همداراز وویل«دی د ځواکونو پر ایستلو خبرې نه کوي. ده دا خبره روښانه کړې ده. دی د پاتې کېدو په اړه ږغېږي، خو فکر کوي چې طالبان به (امریکا ته) اډې ورکړي… زه څرنګه خپلو امنیتي ځواکونو ته ووایم چې دوی به نه پلورل کېږي. زه به دوی ته څه وایم؟»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې حکومت یې د ټرمپ حکومت ته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د لګښت د کمېدو او د امنیتي اړیکو د دوام لپاره بېلابېل انتخابونه وړاندې کړل.

ده حتي یادونه وکړه چې د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د ځان د واک ته رسولو اراده لري.

محب خلیلزاد په دې تورن کړ چې قصداً غواړي د غني حکومت منزوي او کړکېچ رامنځته کړي او بیا د استعماري دورې په شان ځان واک ته ورسوي «ده دوه ځلې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې غوښتل چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.»

محب همداراز وویل، د حکومت په شمول په افغانستان کې داسې تصور دی چې ښايي دا خبرې (د قطر) د دې لپاره دي چې یو موقت حکومت جوړ کړي او بیا به یې دی (خلیلزاد) وایسرای شي…»

محب دغه راز وویل چې اوسنی افغانستان هغه افغانستان نه دی چې خلیلزاد پکې زېږېدلی و.

ده دا هم وویل چې خلیلزاد او پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ځلونو له یو بل سره ویني.

سي بي ایس نیوز وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د حمدالله محب تورونه رد کړل، ویې ویل چې «د ښاغلي محب تورونه ناسم دي او مرستندوی نه دي. موږ به نن په خصوصي ډول ځواب ورکړو.»

دغه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د سي بي ایس نیوز په وینا دا هم وویل چې د محب څرګندونې په هیڅ صورت په افغانستان کې د سولې په ټولو اړوندو چارو کې د امریکا او افغانستان د لوړې کچې د همږغۍ ښکارندويي نه کوي. دا ډېره مهمه ده چې افغانان له دې فرصته د سولې لپاره ګټه واخلي.»

سي بي ایس نیوز وايي چې د امریکا د ملي امنیت شورا د ښاغلي مجب پر څرګندونو غبرګون ښودلو ته تیاره نه شوه.

376 total views, 376 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند