پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Hot News / له ایرانه کابو سل زره افغانان بیرته ستانه شوي دي

له ایرانه کابو سل زره افغانان بیرته ستانه شوي دي

هندوکش – ایران: د کډوالۍ نړیوال سازمان مسؤلین وایي: سږ کال له سل زرو زیات افغانان له ایران څخه بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد سازمان د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردېس وايي: د ۲۰۱۹ په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۱۰۵ زره زیات کډوال له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړي وویل: له ایران نه د زیاتو کډوالو د بیرته راستنېدو ستر لامل په یاد هېواد کې د اقتصادي وضعیت کمزوري کېدل دي، چې ورسره ایران کې د افغانانو کارونه خراب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیر میلادي کال کې افغانستان ته له ایران نه شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال بیرته راګرځیدلي دي.

ویل کیږي، چې اوسمهال له پنځه میلیونو زیات افغانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالۍ ژوند تېروي، چې زیات یې په پاکستان او ایران کې اوسېږي.

باید وویل شي، چې د نړیوالو بندیزونو له امله د ایران اقتصادي وضعیت خراب شوی، چې له امله یې په یاد هېواد کې مېشت افغان کارګر هم له سترو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د معلوماتو له مخې دا مهال د ایران پیسې خپل ارزښت دومره له لاسه ورکړی، چې یو میلیون تومان یې یوازې له پنځه یا شپږ زره افغانیو سره برابریږي.

بل لور ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وايي: د جنوري میاشتې له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۰۰۳۰۰ کډواله له ایرانه او ۵۵۰۰ نور له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali