دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / لمر / حسینه عارف

لمر / حسینه عارف

لمن یې ټوله کړه، لاړ غايب شو، ورک شو، لمر هېڅ غم نه لري دا ولې تل روڼ وي ، سبا به بیا دنوي رنګ سره وغړېږي او دا تت او پیکه ژوند به بې رنګه پرېږدي، سبابه بیا ډېر وخندوي او ډېربه ورغوي، کاش اسمان بې رنګه وای اصلا د لمر ځلا او د سپوږمۍ رڼا نه واى بیا به څوک د ښځې په نوم محکوم نه وو. تور او سپین به بېل نه وای؛ ټول به یو وو. چا به د زور په نوم انسان نه وژلاى. ای کاش اسمان تور وای، ای کاش ستوري او سپوږمۍ د شپې نه راختلای، بیا نه غواړم سبا شي، نه غواړم د بدرنګو انسانانو او ځناورو سړو مخ ووینم.
که تیاره وي عیبونه او رنګونه به ورک وي.
اسما د د ې په ویلو سره ستړې او بې حسه شوه. د مني له پاڼو سره یې ښکلا او ځلا د پښو لاندې شوه. هو؛ دا یوه بله مېرمنه ده، چې د وخت ځناورو یې ژوند لوټ کړ.
اسما لا د اختر رنګ نه وو لیدلى، چې خواښې یې راغله او د تل په څېر یې د زوی په تمه محکومه کړه .
خسر: اول مېړه پور دویم پېغور وي. اسما که د ژوند د دې کتاب مخ هم پرانيست؛ د بل مېړه پېغور به يې تر غوږ شو.
ته منحوسه!
ستا دلاسه زما زوی شل کاله وشول چې نه دی راغلی. اوس دې بیا رنګه کمیس اغوستى. مېړه دې په صحرا او ستا دا رنګه جامې ګوره پلیتې سپین سترګې!
لعنتي!
حریصې!
اسما چې کلونه کلونه د مېړه راتګ ته سترګې په لاره وه دتل په څېر لاړه. د کور جامې یې په تن او د اختر د خوشحالیو نه محرومه. اسما خپل څادر را تاو کړ او د تنور کوټې ته ننوته. هغه ټولنې مجبوره کړې وه د نورو په څېر چې (سپین کمیس کې به ننوزي اوسپین کفن کې به وځي).
اسما کلونه کلونه په یوازې دژوند ستونزې او دټولنې سپکې سپورې وګاللې. شپه او سهار محکومه وه د داسې سړي په نوم تېره کړي چې کلونه کلونه یې نه لیدلی او نه راغلی، واده یې تېر کړ خو د بهر هېواد خوند یې هېر نشوی.
اسما سپېرو کالیو کې سپین سر تور کړ، خو دبل مېړه غږ ورسره غبرګ وو.
هغه د ټولنې، غیرت او تېرو متلونو دویونو له جبره مجبور ژوند تېراوه.
زندګي زما د وس خبره نه ده
خو مجبور یمه انکار کولی نشم
ژوند رانه بېحده پورته شوی دی
لاس ورته سعوده زما نه رسي
زندگی بر گردن افتاده است، بیدل چاره چیست؟
شاد باید زیستن، ناشاد باید زیستن

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon