پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / News / لغمان کې د طالبانو ماین پنځه لسو ماشومانوته مرګ ژوبله اړولې ده

لغمان کې د طالبانو ماین پنځه لسو ماشومانوته مرګ ژوبله اړولې ده

هندوکش – لغمان: چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومان په لوبو بوخت وو، ۷ ماشومان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي
جلال اباد – د لغمان ولايت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې چاودنې ١٥ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولت زی وايي، چاودنه پرون مازدیګر د مرکز مهترلام اړوند بصرام سيمه کې د ملکي خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده.
د والي ویاند وايي، د چاودنې له امله اووه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
نوموړي زیاته کړه، تراوسه د چاودنې نوعيت نه دی معلوم، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د سيمې يو اوسېدونکي سيف الرحمن پژواک ته وويل، تر ډېره ګومان کېږي چې چاودنه د هاوان مرمۍ د توغېدو له امله شوې ده. دی وايي، په پېښه کې د مړو او ټپيانو عمرونه تر پنځلس کلونو کم دي.
بلخوا د لغمان د ولايتي شورا يوه غړي ګلزار سنګروال پژواک ته وويل چې چاودنه د راکټ د يوې ناچاودې مرمۍ له امله رامنځته شوې ده. نوموړی وايي، چاودنه د ماشومانو د لوبو په يوه ميدان کې هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومان پر لوبو بوخت وو.
فرهاد شهراني

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan