پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / لس کاله کېږي لاسونه مې نه دي وينځلي

لس کاله کېږي لاسونه مې نه دي وينځلي

لاسونه

که سړى هسې هم تشناب ته لاړ شي، نو د لاسونو وينځلو پرته نه راوځي، خو که چېرته يو داسې څوک چې په ټلويزيون باندې راښکاره کېږي او د کومې خپرونې کوربه وي، چې ډېر ښه او پاک کالي هم په تن کوي، چې ليدونکي يې ترې متاثره شي، که هغه چېرته داسې کومه خبره وکړي چې د بدن پاکۍ هېڅ پام نه کوي، نو دا د منلو نه ده.

خو ايا تاسو دا فکر کولاى شئ چې د ټلويزيون د خپرونې يو کوربه دې په ژوندۍ بڼه په خپرونه کې دا ومني، چې هغه له تېرو لس کلونو راهيسې لاسونه نه دي وينځلي؟

خو داسې په يوه ژوندۍ خپرونه کې وشول، چې کېداى شي تاسې پرې يقين ونکړئ. دا کار په امريکا کې د فوکس ټلويزيون په يوه خپرونه کې پيټ هيګسا وکړ.

دا هم ولولئ:

په امريکا کې يخ هر څه کنګل کړي

پر ويکيپيډيا ٣٥ زره مقالې ليکونکى او ٣ ميليونه ايډيټونکى ليکوال

دا خپرونه د يکشنبې په سهار په ژوندۍ بڼه نشرېده، چې په دغه خپرونه کې پيټ هيګسا دا خبره وکړه، چې هغه د بدن په پاکۍ هېڅ باور نه لري. هغه وايي چې په ٢٠١٩ کال کې يې دا عهد دى، چې هر هغه څه چې د کېمرې شاته يې وايي، هغه به اوس د ټلويزيون په پرده هم وايي. هغه وايي چې فکر نه کوم ما دې له تېرو لس کلونو راهيسې خپل لاسونه وينځلي وي.

کله چې په خپرونه کې د هغه کوربنو ملګرو دا خبره واورېده نو يې وخندل، پيټ هيګسا ورته وويل، چې تاسې يقين وکړئ زه خپل لاسونه نه وينځم، زه غواړم چې ځان له جراثيمو ډک کړم. هغه زياته کړه چې جراثيم په اصل کې نشته، چې زه يې نه وينم نو دا به څنګه رښتيا دي.

تر دې پورې چې بيا پيټ هيګسا په ټويټر باندې هم د خپلو دغه خبرو د ملاتړ لپاره پوسټ وکړ او وې ليکل چې ډونټ واش. دا داسې ده چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د موسم بدلون نه مني.

هسې دا نه معلومېږي چې هغه په دې خبره کې څومره رښتينى و، خو دا حتمي خبره ده چې هغه د جراثيمو نه ځان خوندي ګڼي او هغه فکر کوي چې هېڅ کله به هم ناروغ نه شي. خو طبي پوهان وايي، چې که يو څوک خپل لاسونه نه وينځي، نو نه يوازې هغه، بلکې خوا و شا خلک به هم ورسره ناروغه شي، د لاسونو وينځل په اصل کې د جراثيمو مخنيوى کوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه