دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / لسګونو تنه افغان پولیس ترکمنستان ته تښتیدلي

لسګونو تنه افغان پولیس ترکمنستان ته تښتیدلي

د بادغیس  ولایتي شورا وایي  چې د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق په سیمه کې د سرحدي پولیسو په پوستو د طالبانو د ډلهيیز برید پایله کې لږ تر لږه ۱۶ پوستې طالبانو نیولي، ۵۰ سرحدي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي او ۱۰۰ تنه نور بیا د ترکمنستان پولې ته تښتېدلي دي.

د بادغیس ولایتي شورا غړی فرید اخیزی وايي چې په ورته وخت کې له دوو ورځو راهیسې طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ په بازار برید کړی او اوس دا ولسوالۍ د یادې ډلې د کسانو تر محاصرې لاندې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا بل غړی بهاوالدین قادسي د ترکمنستان پولې ته د ۱۰۰ تنو سرحدي ځواکونو د تېښتې د پخلي ترڅنګ وايي چې د ترکمنستان سرحدي پولیس د دغو ځواکونو د ورپورې‌وتلو مخه نیولې ده.

د ده په خبره، پولیس د ترکمنستان پولې ته تللي او له اغزن سیمه تېر شوي؛ خو له دویم اغزن تاره تېر نه‌دي تېر شوي. دی زیاتوي، څو ځلې یې د سرحدي زون پولیسو سره اړیکه نیولې او هغوی ورته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ترکمنستان سفارت سره خبرې شوي او د پولیسو اسناد طی مراحل شوي چې د ننوتو اجازه ورکول کېږي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي د بالامرغاب ولسوالۍ او موریچاق سیمه کې د جګړې پخلی کوي او وايي چې سرحدي ځواکونو د یو پلان پر اساس ۶ پوستې پرېښي او اوسمهال په یوه امن سیمه کې ځای پرځای دي.

خو د بادغیس والي ویاند د ۵۰ سرحدي پولیسو د تسلیمېدو خبره ردوي.

د بادغیس د والي ویاند زیاتوي، طالبان د استوګنې له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او له همدې امله د امنیتي ځواکونو عملیات په کرار مخ ته روان دي.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر شېر آقا الکوزی وايي چې ولسوالۍ ته ځمکنی او هوايي ځواک ب استول شوی او وضعیت نظر تېرې ورځې ته ښه شوی‌دی.

په لویدیځ کې د ظفر ۲۰۷ قول‌اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بالامرغاب کې د امنیتي ځواکونو ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي او لسګونه میله وسله یې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

م. جلالزی

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About څيړنيزه څانګه