جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / لانګ وار: طالبان واک وېش نه مني، د ټول هیواد د نیولو په فکر کې دي

لانګ وار: طالبان واک وېش نه مني، د ټول هیواد د نیولو په فکر کې دي

تاند- لانګ وار ژورنال خپرونې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلامیې ته په کتو نتیجه اخیستې چې طالبان سوله نه کوي بلکې فکر کوي چې د جګړې په زور افغانستان نیولی شي.

دې امریکايي خپرونې، چې په نړۍ کې د تروریستي ډلو پر فعالیتونو زیات تمرکز لري، لیکلي چې د الفتح په نوم د طالبانو له اعلامیې ښکاري چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره واک وېش نه غواړي بلکې غواړي چې ټول واک په خپل لاس کې ولري.

د لانګ وار ژورنال په سرمقاله کې، چې د دې خپرونې چلوونکي بیل راګیو (Bill Roggio) کښلې، راغلي چې د طالبانو له اعلامیې په زغرده ښکاري چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره شریک حکومت نه مني ځکه چې په دې اعلامیه کې د تېرو کلونو خلاف، چې امریکايي او ناټو ځواکونه به یې د خپلو عملیاتو اصلي هدف اعلانول، دا ځل د خپلو حملو هدف افغان امنیتي ځواکونه بللي دي.

راګیو، د طالبانو په دې اعلامیه کې ۵ ځلې د اسلامي نظام د بېرته جوړولو او دغه راز ۴ ځلې د اسلامي امارت یادونه کړې ده.

د راګیو په باور دا هم یوه بله نخښه ده چې طالبان پر ټول افغانستان د کنټرول په فکر کې دي.

د لانګ وار ژورنال چلوونکی د طالبانو له لوري پر خپلو عملیاتو د (الفتح) نوم اېښودل هم د دې ښکارندوی بولي چې طالبان باور لري چې ژر به د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو پوځیانو پر ضد په جګړه کې بریالي شي.

لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، طالبانو د خپلې اعلامیې په انګلیسي ژباړه کې ویلي چې نور بهرني پوځیان د دوی اصلي دښمنان نه دي.

خپرونه وايي چې اوس د طالبانو هدف خپل هیوادوال دي چې په ملي اردو، ملي پولیسو او یا ملي امنیت کې کار کوي.

108 total views, 108 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند