جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / قطر ناستې ته نوملړ وروستی شو

قطر ناستې ته نوملړ وروستی شو

هندوکش – کابل: د افغانستان د پخلایني مشرتابه شورا له څو ورځنیو بحثونو وروسته د قطر ناستې ته شاوخوا یو سلو پنځوس کسیز نوملړ چمتو کړی دی.

راپورونه وايي،په دې نوملړ کې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران هم شامل دي.

اخوا طالبانو هم یادې ناستې لپاره پر چمتووالي کار پیل کړی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان په کې  برخه واخلي.

په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali