پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / فېسبوک د چا لپاره دى؟

فېسبوک د چا لپاره دى؟

فېسبوک او شهزاده اريوبي

زه چې ډېرى وخت له نږدې ملګرو سره د افغانستان په حالاتو او دلته په راغليو نظريو، فکرونو او نورو شيانو بحث کوم، نو په ځانګړې توګه ورته دا يادونه هم کوم، چې دلته هر څه راشي، نو څېره يا ډول دومره تغيير شي، چې بيا د ګټې پر ځاى موږ ته تاوان ډېر ورسوي.

خو زه دلته اوس سياسي بحث ته نه ځم، خبره ټوله د فېسبوک په تړاو کوم، خو دا هم درته نه وايم چې فېسبوک د څه لپاره جوړ شوى و او اوس په افغانستان کې څه ډول کارول کېږي، ځکه چې څوک هم فېسبوک کاروي، هغوى په دې ښه پوهېږي، خو خبره مې دا کوله چې د مخابراتو د وزير شهزاده ګل اريوبي يوه ويډيو مې وکتله، چې ښاغلى پکې وايي چې فېسبوک د هغه چا لپاره دى، چې څوک په دوبۍ کې ژوند کوي، د افغانانو لپاره نه دى، ځکه دلته بېکاري ډېره ده او خلک ډوډۍ نه لري، نو په فېسبوک څه کوي.

هغه همدا راز په خپله دغه ويډيو کې وايي، چې فېسبوک ته ٦ مياشتې وخت ورکوي او که په دغه شپږ مياشتو کې دوى د افغانستان قانون ونه مني او د افغانستان له پالېسيو سره ځان سم نه کړي، نو دوى به په فېسبوک بند کړي. هغه وايي فېسبوک ته په افغانستان کې نوره اجازه نشته چې فعاليت وکړي.

حېران دې ته يم چې دا کوم سړى چې د مخابراتو د وزارت په څوکۍ ناست دى، دا سړى په خپله د مخابراتو معنا هم کولاى شي او که نه؟ ځکه له تېرو څو مياشتو راهيسې ولس د همدغه وزارت د اترا ادارې څخه سرټکوي، خو اترا يې ويده ده، ځکه مخابراتي شرکتونو انټرنېټ ګران کړى دى، د خلکو له سيمکارټونو پېسې غلا کوي، خو هېڅوک نشته چې د هغې پوښتنه وکړي، خو دا ښاغلى وزير يې بيا راپاڅېږي او د فېسبوک د بندولو خبره کوي.

د نورې نړۍ خبره پرېږدم، يوازې که د افغانستان خبره وکړم نو اوس د فېسبوک له لارې په سلګونو کسان کارونه کوي، که هغه په هر ډول وي، خو دلته ډېرى خلک له دې سره تړلي دي چې د ټولنيزو رسنيو له ليارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ګټي، خو په ځاى د دې چې دولت دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د هغه بېکارۍ مخه ونيسي، چې په هېواد کې ورځ تر بلې زياتېږي، دوى راپاڅېږي کله ويژن بندوي، کله د فېسبوک د بندولو خبره کوي او کله نور نور څه وايي.

د بېسواده خلکو تر ټولو لويه ستونزه همدا ده، چې دوى په څه نه پوهېږي، بيا دوى غواړي چې د دغه شي مخنيوى وکړي، تر څو نور خلک هم ترې ګټه پورته نکړاى شي، لکه زموږ ښاغلي وزير چې په خپله علمي وينا کې دا خبره کړې ده، چې فېسبوک د هغه چا لپاره دى چې په دوبۍ کې ژوند کوي. اوس نو له دې واضحه ښکاري، چې دوى د نورو مشکلاتو په رفع کولو کې ناکامه شول، نو اوس داسې يوه موضوع د خلکو خولې ته ورکوي، تر څو خلک پرې بوخت وساتي.

زه فکر کوم په چين هېواد کې هم فېسبوک نشته، خو هلته ګوګل هم نشته، هلته امازون هم نشته، هلته ځکه نشته چې هغوى دا هر څه خپل لري، د فېسبوک په څېر خپلې ټولنيزې رسنۍ لري، خپل سرچ انجن يا پلټنځاى لري او همدا راز د هر څه لپاره هغوى خپل هر څه لري، نو که ښاغلى وزير غواړي چې فېسبوک بند کړي، نو فکر کوم ده به هم د کومې ټولنيزې رسنۍ پلان جوړ کړى وي او که بيا د داسې کومې رسنۍ جوړولو پلان نه لري، نو له دې واضحه ښکاري چې دى په هېڅ هم نه پوهېږي.

موږ ته پکار دي چې له نړۍ زده کړو او د نړۍ سره په دغه روان پرمختللي بهير کې که اوږه په اوږه نه شو تللى، نو تر دوى وروسته خو روان شو، خو زموږ دولتي مسوولينو ته دې خداى پاک ډېر عمر ورکړي، دوى غواړي چې موږ له هر څه شاته وساتي.

ليکوال : بريالى زمرى

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه