پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / فیسبوک د افغانستان د مخابراتو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې د پخواني وزیر اکاونټ بند کړ

فیسبوک د افغانستان د مخابراتو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې د پخواني وزیر اکاونټ بند کړ

تاند- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی سرپرست وزیر انجنیر سید احمدشاه سادات وايي، د فېسبوک ادارې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د برحال وزیر پر ځای د ده فېسبوک اکاونټ بند کړی دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي پرون /شنبه/ په یوه خبري غونډه کې د فېسبوک ادارې ته خبرداری ورکړ چې که په ۶ میاشتو کې یې جعلي او نامعلوم اکاونټونه بند نه کړل، په افغانستان کې به فېسبوک منع کړي.

انجنیر سید احمدشاه سادات تاند ته وویل چې د فیسبوک د ادارې له لوري د ده اکاونټ غالباً د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې بند کړای شوی دی.

ښاغلی سادات وايي، د فیسبوک اداره فکر کوي چې دی لا هم د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دی.

ده له فیسبوک څخه وغوښتل چې خپله ناسمه پرېکړه بېرته واخلي او ژر تر ژره یې اکاونټ فعال کړي.

فېسبوک ته د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر خبرداری

121 total views, 121 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند