دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / غني: افغانستان به تر راتلونکو څلورو کلونو د برېښنا تولیدونکی هېواد وي

غني: افغانستان به تر راتلونکو څلورو کلونو د برېښنا تولیدونکی هېواد وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي تر راتلونکو څلورو کلونو به افغانستان د برېښنا تولیدونکی هېواد وي او تر څنګ به یې د افغانستان ټول ولایتونه د برېښنا له شبکې سره وصل شي.

ښاغلي غني دا څرګندونې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې وکړې، د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي یاده ناسته د پنجشنبې ورځ (کب ١٦مه)  ترسرهېشوې.

د خبر پاڼې په حواله یو شمېر ځوانو سوداګرو د خپلې سوداګرۍ په اړه له ولسمشر غني سره ځینې ستونزې شریکې کړې، د برېښنا کمښت، بانکي کوچني پورونه او په سوداګرۍ کې یې مالي ستونزې یادې کړې.

ولسمشر غني په یاده ناسته کې د مالیې وزارت څخه په سوداګرۍ کې د مالیاتو څخه د تېرېدنې لپاره د مشخصې او واضح طرحې د ترتیب غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني وویل د ځوانو سوداګرو د فعالیتونو د پراختیا لپاره لنډ مهالې او منځ مهالې اقداماتو ته اړتیا ده.

په خبر پاڼه کې زیاتوي چې ولسمشر غني سوداګرو سره په ناسته کې له هغوی سره ژمنه وکړه چې تر راتلونکو دوو کلونو به افغانستان د برېښنا له شبکې سره وصل شي او تر راتلونکو څلورو کلونو کې به د برېښنا یو تولیدوونکی او صادورنکی هېواد اوسي.

ولسمشر غني دا ژمنه داسې مهال کوي چې پلازمېنې او یو شمېر ولایتونو ته لا اوس هم برېښنا له نورو ګاونډیو هېوادونو راځي او لا هم ډېر ولایتونه د برېښنا له شبکې سره نه دي وصل شوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي