سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / غزني ماین چاودنې ۸ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ماین چاودنې ۸ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني

 

د غزني امنیتي چارواکي وايي مرکز ته څېرمه ددې ولایت قاضي کلا په سیمه د ملي اردو سرتیرو باندې ماین چاودلی چې پکښي سرتیرو او  ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غزني ولایتي چارواکي ددې پیښي پخلي کوي او  زیاتوي چې پيښه د غزنې ښارته څېرمه رامنځ ته شوې چې پکښي ملکیان هم زیانمن شوي دوی وايي له ماین چاودنې وروسته نښته هم رامنځ ته شوې ده.

د غزني  ولایتي ویاند محمد عارف نوري خبریالانو ته په خبرو  کې  وویل چې په دې چاودنه کې درې سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي، نوري دا ونه ویل چې په دې پیښه کې دي ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي دي.

نوري زیاتوي له چاودنې وروسته وسله‌واله نښته هم شوې ده، خو تر اوسه پورې د نورو تلفاتو په اړه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي

په ورته و خت کې د غزني د ملکي روغتون ډاکټران او مسؤلین وايي چې د جګړې او ماین چاودنې له ځایه دې روغتون ته دوه ژوبل کسان ور وړل شوي چې په وینا يي ملکیان دي.

د مارچ پر ۱۲نېټه د یوه هوايي برید له امله غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي وو، د دې سیمې اوسېدونکو ویلي چې دا برید د لیوانو په کلي کې د ملکيانو پر ټونس موټر شوی دی چې پکې سپاره ټول ۱۳ کسان ځای پر ځای شهیدان شوي دي، د مالوماتو له مخې ویل کېږي دا برید دوو چورلکو پر هغه موټر کړی دی چې د اخوندخیلو په نامه کلي نه غزني ښار ته پر لاره وه، عیني شاهدانو ویلي چې شهیدان شوي کسان د بیلابیلو کلیو اوسېدونکي دي. د دوی په خبره په موټر کې سپاره کسان ټول غریبکاران وو چې په ښار کې یې بیلابیل کارونه لرل.

همدا رنګه څو ورځې وړاندې د په هېواد کې هوایې بریدونو په تړاو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو ویلی و چې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اووه ملکي وګړي دې ولایت کې هم شهیدان شوي دي.

 

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز