چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / عطا محمد نور له نوي امنیه قوماندان سره د مخالفت له کبله دوکانداران نه پرېږدي چې دوکانونه پرانیزي

عطا محمد نور له نوي امنیه قوماندان سره د مخالفت له کبله دوکانداران نه پرېږدي چې دوکانونه پرانیزي

تاند- په بلخ کې د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره د دې ولایت د پخواني والي عطا محمد نور له مخالفت وروسته د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی دی.

راپورونه وايي چې نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د دې ولایت د خاصو ځواکونو په قطعه کې دی، امنیه قومانداني د ځانګړو ځواکونو له لوري محاصره شوې او د بلخ برطرفه شوي قوماندان اکرم سامع امر کړی چې دوکانونه او مارکیټونه دې بند وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي.

د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيي چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همداراز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د غیرمسوولو وسله والو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.

په همدې حال کې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطا محمد نور د فېسبوک له لارې له دولتي مامورینو غوښتي چې کار ته حاضر نه شي.

ده له دوکاندارانو هم غوښتي چې دوکانونه پرانه نیزي.

عطا محمد نور پرون په مزارشریف کې د خپلو پلویانو غوندې ته وویل:

« موږ د خپلو خلکو د حقونو لپاره د دې کمزوري حکومت، چې څه باندې دوې میاشتې وخت یې پاتې دی، دغه تغییر او تبدیل نه منو که حتی بحران رامنځته شي او جګړه وشي»

ښاغلي نور زیاته کړه چې د بلخ امنیه قوماندان د ملي وحدت د حکومت له مشرانو سره د توافق له مخې ټاکل شوی او اوس مرکزي حکومت غواړي چې د هغه پرځای بل څوک وټاکي.

راپورونه وايي چې سهار وختي په ښار کې په شخصي جامو کې د عطا محمد نور وسله وال کسان ګرځېدل او دوکانداران یې نه پرېښودل چې دوکانونه پرانیزي خو اوس وسله وال په ښار کې نه لیدل کېږي.

په وروستیو کې د بلخ د امنیه قوماندانۍ، عامه روغتیا ریاست، د ښاروالي معاونیت او د حیرتان د بندر ریاست ته نوي کسان معرفي شوې دي.

تېر کال عطامحمد نور د بلخ ولایت له چوکۍ څخه هم نه لېرې کېده او له مرکزي حکومت سره یې د بلح د ولایت د چوکۍ د نه پرېښودو پر سر څو میاشتې جنجال وکړ.

ښاغلی نور د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د محمد حنیف اتمر ملاتړ کوي او هیله لري چې د اتمر د بریالیتوب په صورت کې به اجرايي ريیس وي.

42 total views, 42 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند