پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / افغانستان / عطا محمد نور له خلکو غوښتي چې په مزار شریف ښار کې کار بندیز وکړي

عطا محمد نور له خلکو غوښتي چې په مزار شریف ښار کې کار بندیز وکړي

عطا محمد نور له خلکو غوښتي چې په مزار شریف ښار کې کار بندیز وکړي. ولسمشر غني د یوه فرمان له لارې د بلخ ولایت لپاره عبدالرقیب مبارز د امنیه قومندان په توګه ګومارلی دی، خو عطا محمد نور د پخواني امنیه قومندان اکرم سامع ملاتړی دی. اکرم سامع هم د ولسمشر پرېکړه نه مني او وايي چې خپلې دندې ته به ادامه ورکوي. د بلخ پخواني والي عطا محمد نور بیا د مزار شریف ښار له ځايي اوسېدونکو غوښتي، چې د ولسمشر ددغه پرېکړې پر وړاندې دې ودرېږي او په ښار کې دې کار بندیز وکړي. دده په وینا ولسمشر توطئې جوړوي نو ولس ته په کار ده چې پر وړاندې یې مقاومت وکړي. افغان حکومت تر دې دمه ددغه لرې کړل شوي والي د څرګندونو او د بلخ د امنیه قومندان پر مقاومت غبرګون نه دی ښودلی. بلخوا ویل کېږي چې نوی امنیه قومندان د پولیسو د ځانګړې قطعې د سرتېرو په ملتیا مزار شریف ښار ته روان شوی دی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews