شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / طالبان: پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره پر خبرو هیڅ راز موافقه نه ده شوې

طالبان: پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره پر خبرو هیڅ راز موافقه نه ده شوې

تاند- وسله وال طالبان وايي چې له امریکا سره د قطر په خبرو کې پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو هیڅ راز موافقه نه ده شوې.

د  طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه/ د قطر د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل، د قطر په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته د تروریستي ګواښ د نه پېښېدو په اړه بحثونه شوي دي.

ده زیاته کړه، په دواړو یادو مسلو کې یو لړ پرمختګونه شوي او ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې د خبرواترو د پایلو په اړه له خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي.

د طالبانو ویندوی دا هم وویل چې د دې ډلې مرکچیان او امریکايي پلاوی به په ګډه د بل پړاو خبرو نېټه وټاکي.

طالبانو او امریکایانو تراوسه پورې پنځه پړاوه خبرې کړي او ښايي د روانې مارچ په وروستیو کې بل پړاو خبرو ته کښېني.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې پر ځلورو موضوعاتو خبرې شوي خو د طالبانو ویندوی بیا بیا ټینګار کوي چې یوازې پر دوو مسلو خبرې او موافقه شوې ده.

 د سپڼې ماڼۍ مرستیال ویاند پلدینو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له ترورېستانو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو مسوده چمتو شوې او له لاسلیک کېدو وروسته به په بین‌الافغاني خبرو او په هر اړخیز اوربند خبرې کېږي.

پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې د ده په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستي حملو د مخنیوي د تضمین او د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د موافقې پر مسودې جوړجاړی شوی دی.

«کله چې د ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د اتروریستي ضد اقداماتو په اړه د موافقې مسوده نهايي شوه، طالبان او د افغانستان د حکومت په ګډون نور افغانان به د سیاسي حل او عمومي اوربند پر سر بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

217 total views, 217 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند